میدان وردګ ؛ په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د جغتو ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري په بلند بابا خېلو کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د کمال بابا او میلاد اقاسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میلاد اقاسی خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.