پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو، نویو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عبدالرحمن لومړی، اکرام دویم او نصیب الله درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.