پکتیا کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جوجیتسو فدراسیون استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په عبدالحی گردېزي کلب کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو دوستانه سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، په پایله کې ۱۸ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د يادو سیالیو موخه راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتوالی وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.