پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې رحمان الله لوبډلې د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې فرید لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
