پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شاهین بالیش لوبډلې د ۸ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې النصر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوتسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې،چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
