پکتیکا؛ يوسف خيلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شهزاد کټوازي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شهزاد کټوازي لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې زمرکوټ زلمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
