پکتیکا؛ یحيی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د غزني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې غزني لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې حاجي مومن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
