پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٥٤ ورزشکارانو ترمنځ د سینه کشي سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٥٤ ورزشکارانو ترمنځ د سینه کشي سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ له ٧٠ تر ٩٠ کیلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په بېلابېلو وزنونو کې سخاني، عبدالرحمن، قدرت الله فضل الرحمن، نیازګل، عید محمد او نیازولي لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
