پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې محمود بالیشي لوبډلې د څلور ویکټو په تړپیر خپلې سیالې حبیب شیخاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسذه شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
