کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو لوبڅارانو محمد مصلحي‌پور او سراج الدین خطیبي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د افغان ورزشکارانو د روزنې او د ورزش د ودې په برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د دغه لیدنې پر مهال مولوي احمدالله وثیق دواړو راغلو لوبڅارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ خوښې وښوده او له دوی یې دلته له راتګ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

دغه راز نوموړي له یادو لوبڅارانو سره په ایران کې د افغان ورزشکارانو په روزنه خبرې وکړې او له نوموړې یې په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د ایران هېواد د پهلوانۍ نړیوال لوبڅار او روزونکي ښاغلي محمد مصلحي‌پور افغانستان ته په راتګ خوښې وښوده او د افغانانو له میلمه پالنې او مینې یې مننه وکړه.

دغه راز نوموړي زیاته کړې چې افغان ځوانان له لوړ استعداد څخه برخمن دي او له پهلوانۍ سره مینه لري؛ نو موږ تیار یو چې د افغان ورزشکارانو او کادرونو د روزنې په برخه کې همکاري وکړو.

د ویلو ده، چې دواړه روزونکي افغانستان ته د افغانستان د پهلواني د لومړي پړاو غوره لیګ د لوبڅارنۍ په موخه راغلي، چې له تېرو لس ورځو څخه د لس لوبډلو ترمنځ د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې روانې دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS