کابل؛ مولوي احمد الله وثیق د هوايي ورزشونو فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې مسولينو او رئيسانو د دعا او خواشينۍ څرګندولو په موخه د هوايي ورزشونو د فدراسيون رئيس نويد پوپل د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
مرحوم پوپل، چې دوې ورځې مخکې په باميان ولايت کې د تمريناتو پر مهال راولوېد او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ، نن يې د کابل ولايت د کارتي چهار اړوند په شېر شاه سوري مسجد کې د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د فاتحې مراسم ترسره شول.
د ورزش ادارې رهبري د مرحوم نوید پوپل په مړينه ژوره خواشیني څرګنده کړه او نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتونکی و.
