کابل؛ چهاراسیاب ولسوالۍ کې د ۱۵ ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۹:۲۵
کابل؛ چهاراسیاب ولسوالۍ کې د ۱۵ ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري، د اتلتيک ملي فدراسیون او د چهاراسیاب ولسوالۍ د ښوونې امريت په همکارۍ د چهاراسیاب ولسوالۍ د ۱۵ ښونځيو د ۷۵ زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوه.

په دغه سيالۍ کې زده کوونکو په دوو واټنونو ۱۵۰۰ متره او ۸۰۰ متره کې د ځغاستې سیالۍ ترسره کړه، چې په پای کې يې په ۱۵۰۰ متره واټن کې احمد لومړی مقام، وسيم دويم او ميرويس درېيم مقام خپل کړ.

دغه راز په ۸۰۰ متره واټن کې بیا سيف الرحمان لومړی مقام، اکرام الدين دويم او مجيب الله درېيم مقام ترلاسه کړ.

د‌دې سياليو د پيل په مراسمو کې د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې امر نور الرحمن ح.ق.ان.ي وويل، د چهاراسیاب ولسوالۍ په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې شاګردان په مختلفو ورزشونو بوخت دي او د مسلکي استادانو له لوري ورته د ورزش ځانګړې مضمون هم تدريسېږي.

دغه راز د کابل ولايت د پوهنې رياست د ورزش مسوول علي بي‌رشک د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه ډول سيالۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه چې موږ به په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم د هېواد ورزش ادارې سره په همکارۍ برنامې جوړې کړو.

د ويلو ده، چې ياده سيالۍ د غوره استعدادونو موندنې او ورزش تر ليرې پرتو سيمو پورې د رسونې په موخه د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست رييس مولوي نقيب احمد الفت، د چهاراسیاب ولسوالۍ د ښوونې امر مولوي نور الرحمان ح.ق.ان.ي، ورزشي مسوولینو، د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې په پای کې يې مقام ګټونکو زده کوونکو ته، کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS