کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته ورسېده.

یاد روزنیز کورس د فوټبال آسیایي کنفدراسیون مدرس او د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر له لوري ترسره شو، چې روزونکو ته پکې د فوټبال په ټولو برخو کې عملي او نظري زدکړه ورکړل شوه.

د یاد کورس د پای په مراسمو کې د فوټبال ملي فدراسیون اجرائیوي غړي عبدالحق فیضي د روزنې په برخه کې د ښاغلي کارګر هڅې وستایلې او د روزنې درېیمه درجه یې د فوټبال د روزنیزې برخې لومړی ګام وباله او تمه یې وښوده چې دا ډول روزنیز پروګرامونه دوام ومومي.

ښاغلي فیضي همداراز له تازه فارغو شویو روزونکو څخه وغوښتل چې ور سپارل شوی امانت په سمه توګه وساتي او د افغان ورزشکارانو په روزنه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کورس په دوو دورو کې ترسره شو، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې ټولو فارغو شویو روزونکو ته د AFC درېیمه درجه روزنیز سندونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۳
Background image

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ هـ. ل کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

BACK TO NEWS