کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر عنوان لاندې د چاپيريال ساتنې د فرهنګ د ترويج په موخه د ځغاستې سیالۍ او د نيالګيو کښېنولو کمپاين ترسره شو.

دغه سيالي له غازي سټېډيوم څخه تر مرنجان تپې پورې واټن کې ترسره شوه، چې په مرنجان تپه کې بیا د مسؤلينو او ورزشکارانو له لوري د نيالګيو کښېنول هم ترسره شول.

د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد د هېواد ورزش ادارې وروستۍ لاسته راوړنې او د هېواد د ځوانانو د روزنې په برخه کې يې هڅې د افتخار وړ وبللې او زياته يې کړه، چې زموږ د دې برنامې اصلي هدف په خلکو کې د سالم چاپېریال او ورزش د اهميت احساس پيدا کول دي.

دغه راز د اړيکو د دفتر ( T.L.O ) مؤسسې مرستيال عبدالرحيم خُرم، بیا په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعاليتونو او د دې ډول سياليو او کمپاين د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې.

د ويلو ده، چې د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزشې ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د چاپيريال ساتنې ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد، د اړيکو دفتر مرستيال عبدالرحيم خرم، ورزشکارانو، د رسنيو استازو او نورو مسؤلینو ګډون کړی و، چې په پای کې يې په مرنجان تپه کې د ورزشکارانو او مسؤلينو له لوري نیالگي هم کښېنول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS