د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه
د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.
په دغه سیالۍ کې د افغانستان په ګټه رامین سلطاني او خیر محمد نظري یو ـ یو ګول وواهه.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په کوربهتوب نن( د اکتوبر ۲۴مه) پیل شوي، چې افغانستان به په AE ګروپ کې له روسیې، ترکیې، سیرالیون، سوډان او جیپوټي هېوادنو سره سیالۍ ولري.
