کابل کې د ۲۲۵ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۹:۴۵
کابل کې د ۲۲۵ سوک‌وهونکو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت، د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د سوک‌وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۲۸ کلبونو څخه د ۲۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د استاد عبدالغفور«رغبت» جام تر سرليک لاندې د سوک‌وهنې ۳۴م پړاو سيالۍ، چې د ياد فدراسيون په جمنازيوم کې پيل شوې وې او درې ورځې يې دوام وکړ، پای ته ورسېدې.

په دې سياليو کې ورزشکارانو، په دوو عمري کټګوريو، ځوانانو او لويانو او په ۱۳ وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړې، چې په پای کې يې د هرې وزني کټګورۍ، لومړی او دويم مقام ګټونکي ورزشکاران د مسوولينو له لوري تقدير شول.

دغه سيالۍ، چې د سوک‌وهونکو د تجربې لوړاوي، د نويو څېرو موندلو او د سوک‌وهنې ورزش ته د ودې په موخه ترسره شوې، په پای مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مسوولینو، د ياد فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS