کابل کې د ۵۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۷:۲۸
کابل کې د ۵۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په جمنازیوم کې د ۵۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د ۴۶ کیلو ګرام څخه تر ۸۰ بېلا بېلو عمري کټګوریو کې ترسره شي.

د یادو سیالیو موخه د بحرین اسیایي سیالیو ته د اوو غوره سوک وهونکو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۲۳:۱
Background image

پکتيا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د پاورلفټینګ سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینک دوستانه سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۲۲:۵۷
Background image

بلخ کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۱۰۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۲۲:۵۵
Background image

بلخ کې د ښوونځيو د فوټسال سيالۍ د افغان ترک معارف عالي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د باختر لېسې له لوري د ښوونځيو ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د افغان ترک معارف عالي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې ۵۰ ورځې. . .

BACK TO NEWS