کابل کې د ۶۵ لامبو وهونکو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د اوبو ورزشونو فدراسيون له لوري د کابل ښار په آمازون آبي مجتمع کې د ۶۵ لامبو وهونکو ترمنځ د کابل ښار له ۱۸ کلنو څخه کم عمره منتخبې لوبډلې ته د غوره لامبو وهونکو ټاکلو په موخه ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ په ۸، ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۶ او ۱۸ کلنو عمري کټگوریو او څلورو (بټرفلای، برست سټروک، فري سټايل او بک سټروک) سبکونو ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۰ تنه غوره لامبو وهونکي د کابل ښار له ۱۸ کلنو څخه کم عمره منتخبې لوبډلې ته غوره شول.
د ويلو وړ ده، چې په ورته وخت کې د ۷ تنو پارا يا معلولو لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې نمايشي سيالۍ هم ترسره شوې، چې په پای کې غوره لامبو وهونکو ته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.
