کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۳۹
کابل کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فداسیون له لوري د کابل ولايت د ۶ لوبډلو ترمنځ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د هنډبال ۳۱م پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغه سياليو کې به شپږ لوبډلې ( هدايت کلب، معارف، جوانان کابل، کامه کلب، پولي تخنيک کلب او کابل کلب) په دوو ګروپونو کې د يو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې دوه پياوړې لوبډلې د کابل منتخبو لوبډلو په توګه غوره شي.

د دې سیالیو پيليزه لوبه د کابل کلب او کابل پولي تخنيک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کابل کلب خپلې سيالې کابل پولي تخنیک کلب لوبډلې ته د ۲۷ ـ ۱۹ ګولونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د کابل لپاره د دوه منتخبو لوبډلو ټاکلو په موخه پيل شوې، تر څو د ملي لوبډلې په راتلونکو ټاکنيزو سياليو کې د کابل په استازولۍ ګډون وکړي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS