کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د خزاني جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قا.ري نجات فاروقي لوبډلې خپلې سیالې صرافي بارکزي لوبډلې ته د ۷/۶ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بامیان ولایت په کوربتوب کې د هېواد د اتو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوربتوب د هېواد د اتو ولايتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ په واکو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

ميدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ډاکتر دولتزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پیل شو

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ تمریناتي کمپ پیل شو.

ټاکل شوې، چې دغه. . .

BACK TO NEWS