کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ارګ رستورانت لوبډلې د ١٧ پر ١٥ نمرو په توپیر خپلې سیالې امین قصاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي به موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
