کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٣٥ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې ١٩ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.