کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د ښاروالۍ امید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایله کې د ښاروالۍ امید لوبډلې د ۲۳ ګولونو وهلو.او ۲۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ستارههای معارف لوبډلې د ۲۲ ګولونو وهلو او ۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا دویم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.