کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په ازبيک بازار سيمه کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۴۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.