کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۴۰
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ د کلباد امنيه قوم.ندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کلباد امنيه قوم.ندانۍ لوبډلې خپلې سيالې محمد علم لوبډلې ته د ۱۴ پر صفر امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو بدني وړتياوو لوړول او د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

کندز؛ دوراهي آمو لوبډلې د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د دوراهي آمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالی کی دلوړی شینکۍ او ښکته شینکۍ د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

کونړ؛ نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS