کندز کې د ۳ ولايتونو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۱۷
کندز کې د ۳ ولايتونو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند باسوس سيمه کې له درېيو ولايتونو د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر کندز سربيره له بغلان او سمنگان ولايتونو څخه پهلوانانو گډون وو، چې په پايله کې يې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه کندز پهلوانانو د زياتو برياوو سره لومړی او سمنگان دويم مقام خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو يوه شپه دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS