کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د یادو سیالیو په پایله کې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
