ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۵:۷
ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د بند چک ولسوالۍ په محمدیار خېلو کلي کې د دوو لوبډلو د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د يادې سيالیو په پای کې مشفق لوبډلې خپلې سيالې محمدیارخیلو لوبډلې ته د ۹۱-۷۱ نومرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۳۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیاليو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۵
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې یارانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ پیل شوې، چې دوې شپې به دوام وکړي.

د یادو سیاليو په. . .

BACK TO NEWS