هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرشک ولسوالۍ مرکزي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د رمضان جام په نوم په د فوټسال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې خوشحال لوبډلې خپلې سيالې افغان لوبډلې ته د ۶ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۶
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې يې مخکې. . .

BACK TO NEWS