کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۴
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍله لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شهرک باسوس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه دشهرک باسوس او صياد قرول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکي وخت مساوي پاي ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې شهرک باسوس لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې ۴۵ ورځې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

BACK TO NEWS