کابل؛ د پهلوانۍ ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍنړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران ته روانه شوه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۳:۳۷
کابل؛ د پهلوانۍ ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍنړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران ته روانه شوه

د هېواد پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍ ګريګورومن سبک نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دعوت او ارشاد رئيس مولوي داد محمد بريال عطايي او د نشراتو رئيس اتل مشواڼي ګډون درلود، چې ښاغلي وثيق، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هيله يې وښوده، چې دغه سفر به يې د لاسته راوړنو ډک وي.

د يادونې وړ ده، چې د پهلوانۍ ګريګورومن تختي جام نړيوالې سيالۍ به د افغانستان په ګډون تر لسو زياتو هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې پر ۲۲مه نېټه د ايران هېواد په شيراز ښار کې پيل شي، چې د همدې مياشتې تر ۲۴مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS