پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣٧ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۲۴
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣٧ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ٣٧ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چکان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سرې کلا او چکان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه چکان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٨٧ منډو هدف وټاکه. سرې کلا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان ٨١ منډې منډې وکړې او لوبه یې د شپږو منډو په توپیر وبایلله.

دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۹
Background image

کونړ؛ آسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د آسمار ولسوالۍ په زربټ ډاگ سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۷
Background image

ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د زم زم شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۲
Background image

ننگرهار؛ هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت. . .

BACK TO NEWS