نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام پای ته ورسېده

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د دلارام ولسوالۍ په خاکسار نورزهي چمن کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې ابو مسلم دلارام لوبډلې ته د ۱۱/۶ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي ېې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د نیمروز ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.