د غزني مرکز کې ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په پيرزاده کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حیدرکرا لوبډلې خپلې سیالې فروشګاه لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې درې اونۍ به دوام وکړي.