ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې ښارگوټي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مملې شريف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مملې شريف لوبډلې خپلې سيالې عوض خان کلب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.