بلخ؛ په نهر شاهي ولسوالۍ کې د غر ختنې لوبډله د پاس کارېز غرونو ته وختله
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د غرختنې پنځه کسېزه لوبډله د پاس کارېز غرونو ته وختله.
یاده لوبډله د پاس کرېز غرونو ۱۸۰۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختونکو فزیکي او جسماني چمتووالی او د غرختنې فرهنګ دودول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
