لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي دوه ورځينی سمينار پیل شو.

ياد سمينار د دعوت او ارشاد رئيس مولوي داد محمد بريال عطايي له لوري وړاندې کېږي، چې پکې به ورزشکارانو ته په اسلام کې د ورزش د اهمیت، د ورزشکارانو په فکري روزنې او د ورزش د شرعي اصولو اړوند بشپړ معلومات ورکړل شي.

د يادونې وړ ده، چې تيره ورځ ننگرهار ولايت کې ۴۶۵ ورزشکارانو او استادانو ته ورته دوه ورځينی اصلاحي سمينار ورکړل شوی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS