کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۲۱
کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د رزمي لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د درېیمې ناحیه اړوند د کوټه‌سنګي په غوره اتلانو کمپ کې د شپږو ولایتونو له ۳۰ کلبونو د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سیالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزنونو کې د کابل، کاپيسا، پروان، لوګر، کنړ او پکتیا ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې کابل لومړی، کاپيسا دویم، کنړ درېیم او لوګر ولایت بیا څلورم مقام خپل کړ.

یادې سیالۍ د کنړ ولایت د زلزله ځپلو سره د همدردۍ په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS