کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۲۱:۵۴
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د موج های آمو ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پایلوبه کې موج های آمو ځوانانو لوبډلې د ٢٥ پر ١٨ نمرو په توپیر خپلې سیالې زر کمر لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS