کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۵۳
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قرقین آزادۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې قرقین آزادۍ لوبډلې د ٢٥ پر ٢٣ نمرو په توپیر خپلې سیالې خان زاخيل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۱۳
Background image

بامیان؛ یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر یک ولسوالۍ کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۹
Background image

کابل؛ د کونګ فو فدراسيون ۳۰ لوبڅارانو ته د لوبڅارنې يو ورځنی ښوونیز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ، د کابل ولایت د کونګ فو فدراسيون له لوري او د کونګ فو ملي فدراسیون په همکارۍ د کابل ولايت ۳۰ لوبڅارانو ته د «تو آما» سټايل لوبڅارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۷:۳
Background image

خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند اماني لوبغالي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ د شیخ امیر بابا لوبډلې. . .

BACK TO NEWS