کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مرکز لوبډلې خپلې سیالې هروکي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.