کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۳۰
کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۹ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ديارلسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد په غازي سټډیوم کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران له ۱۰۰ متره واټن څخه تر ۲۱ کيلو متره واټن پورې، په بېلابېلو واټنونو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې ۲۷ تنه ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه راز د ګلولې غورځولو (پرتاب گلوله) سيالۍ به يې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ وشي، چې په پايله کې به يې ۳ تنه د ګلولې غورځونې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د اتلتيک ملي فدراسيون رئیس شاپور اميري، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو په حضور کې پيل شوې، چې ښاغلي ځدراڼ د وينا پرمهال ورزشکارانو او ورزشي مسوولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، روان کال د لاسته راوړنو کال ياد کړ او زياته يې کړه، چې زموږ د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې مختلف مډالونه او اتلولۍ ګټلې دي او لاهم په نړيوالو سياليو کې لوبېږي.

دغه راز نوموړي د اتلتيک ملي فدراسيون يو له مهمو فدراسيونونو څخه ياد کړ او هيله يې وښوده، چې يو ورځ به دوی هم لکه د نورو فدراسيونونو له نړيوالو سياليو بېلابېل مډالونه او وياړونه هېواد ته راوړي.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د اتلتيک ملي فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۳۰
Background image

کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۹ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ديارلسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ۱۵. . .

BACK TO NEWS