کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۲۱:۱۴
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د ورزش ادارې د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت له لوري د کابل ولایت د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او په لسو بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۴۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپيک ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت مسؤلینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې مولوي احمد الله وثیق د یادو سیالیو د پیلېدو ترڅنګ د بحرین په اسیایي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو په ګډون خوښي څرګنده کړه او له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ بریاوې وستایلې او دغه لاسته راوړنې یې د افغان ورزشکارانو د پرمختګ او هڅو نښه وبلله.

ښاغلي وثیق زیاته کړه د ورزش ادارې رهبري به په خپل ټول توان سره د ورزشکارانو ترڅنګ ولاړ وي او د دوې هر اړخېزه ملاتړ به کوي او د لاس چپه کولو دغه لومړی پړاو سیالۍ د سیمه ییزو او دودیزو لوبو ورزشونو د بیا ژوندي کولو لپاره یوه مهم او ارزښناک اقدام دی.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او په ملي او نړیواله کچه د ورزشکارانو ترمنځ سالمه انګېزه رامنځته کول دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵
Background image

په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای

د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

BACK TO NEWS