کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۸:۵۲
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په مرسته د ورزش ادارې د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت له لوري د کابل ولایت د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو لومړی پړاو سیالۍ، چې تېره ورځ پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او په لسو بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شول.

د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، مالي او اداري رئیس عبدالناصر هاشمي، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د المپيک ملي کمېټې مرستیال باور خان هوتک، د کابل بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافي، د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بریال عطایي، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو امریت مسؤلینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او په ملي او نړیواله کچه د ورزشکارانو ترمنځ سالمه انګېزه رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵
Background image

په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای

د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

BACK TO NEWS