ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د مومندرې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې مومندرې لوبډلې خپلې سيالې هزارناو منتخبې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل ورکړل شو.
