بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۲۱
بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په ارنجي کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا؛ احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د ۸۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې شاوخوا ۲ مياشتې مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS