هلمند کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې قیس غني لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې ممتاز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د سویل لویدیځ زون سیالیو ته د لار موندنې په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
