پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري
دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.
د دغه ولایت د ورزش امریت د تېر په څېر په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې هم د ورزش په برخه کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د کلک ملاتړ او ښې همغږۍ پر مټ غوره ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي او د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې یې زیات شمېر سترې او کوچنۍ ورزشي برنامې جوړې کړې دي.
په یاد ولایت کې ورزش د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلی دی او خلک، د خپلې خوښې ورزش یا ترسره کوي او یا یې هم لیدو ته کینې او خوند ترې اخلي. د پکتیکا ولایت ځوانان په نیزه وهنې، والیبال، کریکټ، فوټبال او بېلابېلو رزمي ورزشونو بوخت دي او پکې تمرینات او سیالۍ ترسره کوي.
پکتیکا کې د بېلابېلو فدراسینونو ۱۸ استاوزلۍ فعالیت لري او د بېلابېلو ورزشي رشتو په(۱۸) کلبونو کې شاوخوا ۲۵۰۰ ورزشکاران د خپلې سلامتیا او روغ صحت لپاره خولې تویوي او تمرینات کوي.
په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري(۲۴۷) المپیکي، غیر المپیکي او د دودیزو ورزشونو، ورزشي برنامې جوړې شوې دي ، چې ۶۹ یې په مرکز ښرنه او ۱۷۸ یې بیا په ولسوالیو کې دایرې شوې، دغه راز په دغه برنامو کې یې ۱۴۸ المپیکي او ۹۹ یې بیا غیر المپیکي دي.
همدارنګه په دغه ولایت کې ۱۵۰ ورزشکارانو او د بېلابېلو فدراسینونو مسوولینو ته د دعوت او ارشاد د فکري روزنې اصلاحي سمینار، ۱۰۰ ورزشکارانو ته د کیک بوکسینګ سمینار، ۱۰۰ تنو ته د بدن ښکلا سمینار، ۱۰۰ تنو ته د موی تای سمینار او ۴۰ تنو ته بیا د والیبال دورهيي (روټیش) سمینار ترسره شوی دی، چې د ورزشکارانو د دینې او مسلکي پوهې د لوړتیا لپاره مهم و.
دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، وخت نا وخت پکې لویې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې او سیالۍ جوړېږي، چې د دې ولایت د یحییخېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو، په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو، په سرحوضه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو، په مرکز ښرنه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې او د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو یادونه کولی شو.
څنګه چې پکتیکا ولایت کې زیات شمېر خلک د والیبال، نیزهوهنې او فوټبال سره د نورو ورزشي رشتو پرتله زیاته مینه او علاقه لري او زیات شمېر ځوانان پکې په سیالیو او تمریناتو بوخت دي، له نېکمرغه په دغه درې برخو، والیبال، فوټبال او نېزهوهنې کې رسمي میدانونه لري، چې تازه یې د فوټبال میدان د ۵۵۰۰۰۰ پنځه سوه پنځوس زره افغانیو په لګښت د چمن کارونه او د ۵۰۰۶۰۰ پی
نځه سوه زره او شپږ سوه افغانیو په لګښت له میدان څخه د جال تاوولو چارې ترسره شوې، چې د چمن چارې یې تېر کال پیل شوې وې او سږکال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او د جال تاوولو چارې یې سږکال ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې مصارف یې ټول دغه ولایت ته د المپیک، بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د ځانګړې شوې بودیجې څخه ترسره شوې دي.
په پکتیکا ولایت کې پر والیبال، فوټبال، نېزهوهنې، کیک بوکسینګ، بدن ښکلا سربېره نور ورزشونه هم ځانته مینوال او ورزشکاران لري، چې وخت نا وخت یې د بېلابېلو ورزشي رشتو سترې او کوچنۍ سیالۍ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري برابرېږي او ګڼ شمیر ورزشکاران او مینهوال په کې برخه اخلي.
