د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا هیواد د سرې میاشتې او مساجدو د شورا له رئیس سره ولیدل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا ته د رسمي سفر په جریان کې د نوموړي هیواد د سرې مياشتې، د مساجدو د شورا رئیس او د اندونيزيا د جمهور رئیس پخواني مرستيال محمد يوسف کالا سره وليدل، چې په دغه لیدنه کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ هم شتون درلود.
ښاغلي محمد یوسف کالا د هیواد د ورزش ادارې رئیس ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د افغانستان فوټسال لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې ګډون وکړ، نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ورزش په وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان د ښه امنيت تعريف وکړ، همداراز یې زیاته کړه چې دوه کاله وړاندې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و له هغه سفره ډېرې ښې خاطرې لري او بیا هم غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.
ښاغلي محمد یوسف په خپلو خبرو کې وویل، چې دی به د اندونیزیا د سپورټ له وزارت سره خبرې وکړي، چې د افغانستان او اندونیریا ورزشي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
په پای کې د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق د نوموړي له ښه نېت څخه مننه وکړه او د افغانستان د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو پر اړه یې معلومات شریک کړل.
