د هرات مرکز کې د ۳۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵
د هرات مرکز کې د ۳۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز د ۱۴۰۴ کال د ختمېدو په مناسبت له مرکز او ولسواليو څخه د ۳۵ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې يو اخراولاق د شهرام پهلوان له لوري ترسره شو او همدارنګه شهرام پهلوان د ۱۴۰۴ کال د اتل لقب خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د هرات ولايت د ۱۴۰۴ کال د غوره چاپنداز پېژندل و، د سياليو په پای کې غوره چاپندازانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون د پنځو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جلرېز وحدت لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول زرم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS